امنیت

اتلس تنه داعشيان ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٨
اتلس تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول.
په دغو جګړه مارانو تيره شپه کله چې په اچين ولسوالى کې په يو کور کې راټول شوي و بريد وشو د رارسيدلو خبرونو له مخې: دغه داعشيان دخپل يو غړي چې نوى له حج څخه را غلى و، ستړى مشي ته تللي و چې پرې بريد وشو .
دننګرهار دوي وياند عطا الله خوږياڼى باختر آژانس ته وويل :په دې هوايي بريد کې اتلس تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: په دغو داعشيانو کله چې داچين ولسوالۍ په يو کورکې راټول شوي و بريد وشو.
په همدې حال کې ددغې پيښې يو عيني شاهد وايي په دې پيښه د دريو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي هم د داعشيانو ترڅنګ وژل شوي دي.
دننګرهار دوالي وياند وايي په دې بريد کې د داعشيانو ترڅنګ دملکي وګړو دوژل کيدو د ادعا په باب څيړنې پيل شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دى چې شپږ تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول.
دغه داعشيان کله چې په موټر سايلکونو کې چيرته روان و دکوټ ولسوالۍ بازارته څيرمه دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې ويل کيږي په دې پيښه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته