امنیت

درې تنه حرفوي غله ونيول شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢ :
درې تنه حرفوي غله په هرات ښارکې ونيول شول.
په نيول شويو کسانو  دهرات دخلکو  دپيسو اومالونو دغلا دلسګونو پيښو تور لګول شوى دى.
دهرات ولايت دپوليسو يو مقام باخترآژانس ته وويل  چې دغه کسان د غلا په وروستي مورد کې دهرات ښار يو کور ته په ننوتو سره  څلور سوه  زره افغانۍ نغدې پيسې او دسرو زرو درې سيټونه غلا کړي و.
ويل کيږي  دغه پيسې او سره زر  له دوى څخه ترلاسه  او خاونده يې سپارل شوى دى.
له دغو  غلو څخه څيړنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته