امنیت

هغه سړى چې په کابل کې يې د يو بهرنى عسکر سرغوڅ کړى و؛ ونيول شو

کابل – باختر د زمري د مياشتې ٣٠
د کابل پوليسو د يو بهرنى عسکر د وژلو عامل چې پرون د کابل د هوايي ډګر په واټ کې سر غوڅ کړى و، ونيوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: پرون يو بهرنى عسکر چې ښايي امريکايي وي؛ په داسې حال کې چې خپل نورو همکارانو ته په تمه و؛ د يو سړى له خوا يې سرغوڅ کړى شو او روغتون ته د ليږدونې په لاره کې سا ورکړه.
د پيښې عامل تښتيدلى و، خو د کابل پوليسو له پيښې څو ساعته وروسته هغه ونيوه.
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حشمت الله ستانکزي رسنيوته ويلي دى چې د دغې قضيې عامل عبدالفتاح جهادوال نوميږي او د يوې تروريستي ډلې مشرتوب يې په غاړه درلود.
ده اعتراف کړى دى چې د دغې وژنې عامل دى، خو په دې باب زياتې څرګندونې نه دې ورکړې شوې.
ناټوهم د يوې اعلاميې په خپرولو سره تاييدکړه چې د هغوى يو عسکر په يوه غيرمعمولي پيښه کې وژل شوى دى. هغو د دغه عسکر هويت نه دى افشا کړى.
په نه تاييد شويو خپرونوکې ويل شوي دي چې مقتول د امريکا سفارت د خدماتي کارکوونکو د امنيت مسوول و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته