امنیت

په تالقانو کې د دوو غير مسوولو ډلو ترمنځ جګړه اندېښنې راپارولې دي

کابل/د مرغومي۱۰مه/باختر
د تخار په تالقانو ښارکې نن د دوو غير مسوولو وسله والو ډلو ترمنځ جګړه د خلکو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړې دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په مله مشهور د قوماندان ملک او په قوماندان جنت پورې اړوندو کسانو د تالقانو ښار په نغاره تپه کلي کې سره ونښتل.
هغه څرګنده کړه چې دغو دواړو ډلو له سپکو او درندو وسلو څخه کار اخيستى دى.
دغه نښته د ښاريانو په تېره بيا د سيمې د اوسېدونکو ترمنځ د اندېښنې سبب شوې ده  او له دولت څخه غواړي چې د دغو ډلو پر بې وسلې کولو اقدام وکړي.
اسير وويل چې تراوسه د دغې پېښې د سر زيان په اړوند خبرنه دى ترلاسه شوى،  خو پوځيان هلې ځلې کوي چې د هغوى ترمنځ د جګړې د دوام مخه ونيسي.
جزئيات وروسته خپرېږي.
ختم-عطاالله -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته