سیاستخبرونه

د ملي روغې جوړې د عالي شورا پيغام

– کابل /د سلواغې ٢٨مه /باختر
په بغلان کې د طالبانو له زندانونو څخه د ٤٢ تنو د ازادو په اړوند د ملي روغې جوړې د عالي شورا پيغام.
د هېواد د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په ځانګړوعملياتوکې په بغلان کې د طالبانو له زندان څخه ٢٥ تنه پوځيان او ١٧ تنه ملکيان ازاد کړل.
د افغانستان د ځمکنى بشپړتيا او د هېواد د خلکو د سراومال په دفاع اوساتنه کې د هېواد د امنيتي اودفاعي ځواکونو هلې ځلې او اتلوالى د ستاينې وړ دي .
دغه ځواکونه د افغانستان له برياليتوبونو اوملي پانګوسرمايې څخه دي چې لازمو ظرفيتونواو ځواکمنى ته رسېدلي دي .
د افغانستان خلک اوحکومت د هېواد د امنيتي اودفاعي ځواکونو په ميړانې اوسرښندنې وياړي او د هېواد اوخلکو د دفاع په خاطر د دوى په ځواکمنى وياړي .
د هېواد د امنيتي اودفاعي ځواکونومقام لکه څرنګه چې له تروريزم سره په مبارزه کې حياتي دي د سولې په بهير کې هم ټاکونکى دي .
د طالبانو له زندان څخه د امنيتي ځواکونو اوملکيانو د ازادۍ له امله ازادو شويو ځواکونو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وايو اوهيله کوو چې له رامنځته شوي فرصت څخه د سولې لپاره په خپل وخت استفاده وشي چې په هېواد کې جګړه او وينې توييدنه او د اسارت فرهنګ پاى ته ورسېږي.
ختم –ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته