کابل باختر دليندۍ لومړي نيټه :
دهېواد په څلورو ولايتونوکې دملي پوليسو ځواکونو دامنيتي فعاليتونو په بهير کې ١٤ تنه ډار اچوونکي ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دملي پوليسو ځواکونو دغه عمليات دروزګان ، ميدان وردګو ، لغمان او دقندهار دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې ١٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ