فرهنګ

د علامه سيد جمال الدين افغان د نړيوال سيمينار د جوړولو کميسيون غونډه وکړه

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې٦ مه
د آزادۍ او تجدد د علمبردار «علامه سيد جمال الدين افغان د نړيوال سيمينار» د جوړولو کميسيون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين  پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ غونډه وکړه .
د باختر آژانس دخبرله مخې: په دې غونډه کې پوهاند باوري د کميسيون د اړوندو کمېټو له مسوولينو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې دې په مشخص ډول وړاندې کړي، ځکه د سيمينار جوړولو ته لږ وخت پاتې دى.
دغه راز په دې غونډه کې محبوبې بابکرخېل هم د ترسره شويو کارونو په باب رپوټ وړاندې کړ.
په پاى کې د کميسيون غړو د غونډې د اجندا په باب خبرې وکړې او په هره برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته