سیاست

په ملکي خدمتونو کې د دکتورا او ماسترۍ د سندونو لرونکو کسانو داستخدام لپاره دکاري تجربې شرط به تعديل شي

کابل  باختر دوري دمياشتې ١٨ :
د دکتورا او ماسترۍ دسندونو لرونکو کسانو داسخدام لپاره  دکاري تجربې  دشرط دتعديل دطرحې دتدوين په مقصد  نن دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست ددويم مرستيال  قانونپوه سرور دانش په  مشرۍ دعدليې د وزير اوداداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دکميسيون درئيس په شتون   يوه  غونډه  جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
د يادونې وړ ده چې دغه غونډه دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې د ١٣٩٤ کال دمرغومي دمياشتې  دشلمې نيټې دمصوبې    په اړوند جوړه شوه  چې په هغې کې ويل شوي دي : (( دولتي ارګانونه موظف دي چې دماسترۍ او دکتورا په سويه دتخصصي کادرونو  په استخدام کې  دکاري تجربې شرايط ملاک ونه ګرځوي .  دجمهوري  رياست  دويم مرستيال  دې  د عدليې وزارت  او د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون په  همکارۍ  د ملکي  خدمتونو دکارکوونکو په  قانون کې لازم  تعديلات  وارد او د کابينې  راتلوونکو غونډوته دې وړاندې کړي . ))
په  نننۍ غونډه کې چې د جمهور رئيس  دمرستيال په مشرۍ جوړه شوه  له
هراړخيزو خبرو او څيړنې  وروسته پريکړه وشوه چې  دملکي خدمتونوپه قانون کې  په  استخدام کې دکاري تجربې په  شرط پورې د اړوندې  مادې  د تعديل طرحه  دډاکترۍ او ماسترۍ سند ترمنځ  دتفکيک  ، په نظر وړ دندې پورې داړونده سند دتفکيک  او دلومړيو  ، د ويم او دريمو بستونو ترمنځ دتفکيک  په دريو معيارونو سره  برابره شي .
دغه راز په  دې  غونډه کې پريکړه وشوه  چې د تعديل طرحه  دې  په ډير لنډ ممکن وخت کې   دعدليې وزارت   او داداري اصلاحاتو اوملکي  خدمتونو دخپلواک کميسيون له خوا برابره  او کابينې ته وړاندې شي.
په دې غونډه کې ټينګار وشو چې دهغوکسانو په استخدام کې چې د دکتورا    او ماسترۍ سندونه لري  د کاري  تجربې د شرط حذف ، په دولتي  ادارو کې دظرفيت دلوړولو او دمسلکي کولو په موخه ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته