امنیت

په ارزګان کې د ملي اردو دځواکونو دعملياتو کې يو شمير وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
د ملي دفاع  وزارت د خبري منابعو مسوولين وايي دملي اردو دځواکونو په هغو ګډو عملياتو کې چې پرون په  ارزګان کې ترسره شول دوسله والو طالبانو په دلې پورې اړوند يو شمير کسان  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات چې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد د ازرګان  ولايت   د چارچينو ولسوالۍ په  مربوطاتو کې ترسره شول د وسله والو طالبانو د ډلې يو شمير کسان ووژل شول او يو شمير نور  يې ټپيان شول .
دغه راز د فارياب ولايت د غور ماچ ولسوالۍ په مربوطاتو کې کې د ملي اردو دځواکونو دامنيتي ګزمې په بهير کې د وسايطو ضد درې ماينونه کشف او شنډ کړاى شول .
ديوبل خبرله مخې :
دملي اردو ځواکونه دهغو امنيتي دندو په بهير کې چې دهيواد په يو شمير نورو سيمو کې ترسره کړل  د دوه څلويښتو ماينونو ، ديوې اندازې وسلو ، مهماتو او دپوځي تجهيزاتو په کشف او ترلاسه کولو بريالي   شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته