دايکنډي باختر دلړم دمياشتې ١٤ نيټه :
يوې ځوانې نجلۍ پرون په دايکندي ولايت کې ځان وواژه .
د دايکنډي ولايت د ښځو د چارو رئيسې ذکيې رضايي ددغه خبر په تائيدولوسره باختر آژانس ته وويل: دغه اتلس کلنې نجلۍ د ګيتي ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت د زهرو په خوړولو سره ځان وواژه چې پوه شوه کورنۍ يې د دې د نامزدې کورنۍ خپل زوى ته بله کوژده کړې ده .
ويل کيږي د دغې نجلۍ نامزد په بهرکې ژوند کوي .
پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ