اقتصاد

د سمنګان بزګرانو د هنګ د پلورنې له پلوه سلګونه ميليونه افغانى ترلاسه کړې

کابل /دتلي ٢١مه /باختر
د سمنګانو ولايت بزګرانو د هنګ يا انغوزه د حاصلاتو د پلورنې له پلوه په سلګونه ميليونه افغانى ترلاسه کړې .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د سمنګانو ولايت د کرنې رياست مسوولين وايي چې د تېرکال په پرتله د هنګ يا انغوزې د شيرې بيه دوه نيم برابره لوړه شوې ده اوحاصلات يې هم زيات شوي دي.
د سمنګانو د کرنې او اوبو لګولو رياست د طبيعي منابعو اوځنګلونو مدير عبدالغفور کريمي وايي تېرکال د دغه ولايت بزګرانو د هنګ د څه ناڅه ٥٠ ټنه شيرې د پلورنې له پلوه ٢٥٠ ميليونه افغانۍ ترلاسه کړې وې چې د ايبک په بازار کې د هنګ د يوکيلوګرامه شيرې بيه له ٤٠٠٠ زره افغانۍ څخه تر ٥٠٠٠افغانۍ پورې وه خوپه روان کال کې سږکال د هغه بيه دوه نيم برابره لوړه شوې ده او حاصلات يې هم زيات شوي دي او همدا اوس د ايبکوښار په بازار کې د هنګ د يو کيلوګرامه شيرې بيه له ١٢٠٠٠ افغانيو څخه تر ١٤٠٠٠ زره افغانۍ پورې پلورل کېږي.
عبدالغفور کريمي وويل چې په روان کال کې د هنګ حاصلات اويا ټنو ته زيات شوى دى او د دوى د څېړنې له مخې، سږ کال بزګران د هنګ د شيرې د پلورنې له پلوه به ٩٠٠ ميليونه افغانۍ ترلاسه کړي .
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته