سیاست

د ملي امنیت سلاکار د بریتانیا سفارت له شارژدافیر سره وکتل

کابل/ د سلواغې ١٦مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون له غرمې وروسته په کابل کې د بریتانیا سفارت له شارژدافیر سره وکتل او د هېواد پر روان وضعیت او د سولې پر پروسې يي ورسره خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د ملي اميت شورا دفتر د معلوماتو له مخې: په کتنه کې د ملي امنیت سلاکار وویل چې د سولې په تړاو د افغان حکومت کړنلاره روښانه ده او ټولو افغانانو ته د سولې د بین الافغاني مذاکرتو لپاره اوربند لومړیتوب دی.
محب زیاته کړه: اوربند د طالبانو لپاره هم ښه فرصت دی چې د سولې په پروسه کې افغانانو ته خپل صداقت او جدیت وښیي.
دواړو لورو پر دې ټینګار وکړ چې سوله د افغانانو اړتیا ده او باید د افغانستان په جنګ کې ښکیلې لوري د سولې په راوستو کې هڅه وکړي.
پاى / ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته