ټولنه

حنفي : هيڅ افغان بايد ونه ډارېږي اوله افغانستان څخه تېښته ونه کړي

کابل /د لړم ٢٦مه /باختر
د اسلامي امارت د امر باالمعروف اونهې عن المنکر وزارت سرپرست وايي چې هيڅ افغان بايد ونه ورېږي اوله افغانستان څخه تېښته ونه کړي.
هغه د سمنګانو ولايت ته په خپل سفر کې له خلکو وغوښتل چې له هېواد څخه ونه تيښتي اود خپل هېواد په ودانولو کې ونډۀ واخلي.
مولوي محمد خالد حنفي وويل: اسلامي امارت کرزي،عبدالله او مسلميار چې سترمجرمين و ،وبخښل اوهيڅوک تر پوښتنې لاندې نه نيول کېږي.
هغه د اسلامي امارت له خوا عمومي بخښنې اعلام ته په اشارې سره وويل چې ټول له استثنا پرته ونه ورېږي اوله هېواد څخه ونه تښټي .افغانستان د ټولوافغانانو ګډ کور دى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته