سیاست

دغندنې پيغام

کابلباختر د چنګاښ د مياشتې١٥
د نبوي حرم مخې ته دځانمرګي بريدپه اړه د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال دغندنې پيغام
په خواشینۍ سره مو له نړیوالو رسنیو خبر تر لاسه کړ چې د اسلام د مبین دین اوپه اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو د وحدت او یووالي قسم خوړلو دښمنانو ناولي لاسونه تر نبوي حرم هم ورسیدل چې په ځانمرګي برید سره یې د نبوي جومات ساتونکي هدف وګرځول او په ترڅ کې يې څوتنه شهیدان اوټپیان کړل.
په سعودي عربستان کې د ټولې نړۍ د مسلمانانود عبادت ستر نبوي حرم ته نېږدې د روژې په مبارکه میاشت کې دځانمرګي بريدترڅنګ د سعودي په ختيځ قطيف ښار کې يوجومات ته څېرمه او د سعودي په سوداگریز ښار جده  کې د امریکا قونسلگرۍ ته نږدې درې واړه ترهګریزبریدونه په سختوټکوغندم.
د دې زړبوږنوونکي خبر په اوریدو سره موږ ته ثابته شوه چی انتحاریان یا ځانمرګي بریدګر، د دوی ګومارونکي باداران او روزونکي د اسلام دښمنان اوهغه منافقین دي چې دعبدالله ابن اُبی ابن سلول په شان يې له رسول الله صلي الله علیه وسلم او دهغه له اُمت سره په پټه او ښکاره دښمني کوله.
موږ نه یوازې ددې لپاره دابريد په تندو الفاظو غندو چې هلته زموږ مسلمان ورونه شهیدان شوي، بلکه د دې لپاره یې هم غندو چې د اسلام پرسترسپيڅلي مرکزاو د اسلام د سترپيغمبر حضرت محمد مصطفی صلي الله علیه وآله وسلم پرټاټوبي دغه ډول کرغيړین او زړه بوږنونکي بریدونه دهیڅ مسلمان لپاره د زغم وړنه دي، له همدې امله په سر، مال اوټول توان حاضریو چی د حزب الشیطان د دغو کرغیړنو کړیو پرضد هر اړخیزه مبارزه ترسره او د نړۍ له مسلمانانو سره اوږه په اوږه اود سعودي عربستان له امنیتي ځواکونو سره یوځای د حرمینو شریفینو څخه دفاع وکړو.
اوس هغه وخت رارسیدلی دی چی ټول اسلامي اُمت دانتحاریانو او دهغوی د بادارانود شومو اهدافو پر ضد یو موټی شي او په اسلامي نړۍ کې یې داسې جرړې وباسي چی نور د تل لپاره د سرپورته کولو توان ونه مومي، موږ هره شیبه حاضر یو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارک ټاټوبي نه ځان قربان کړو او ذلیل دښمن ته اجازه ورنکړو چی دهغه مبارک حرم ته په خیرنو اوسپکو سترګو وګوري.
په ياده پېښه کې د ورور او اسلامي هېواد سعودي چارواکو او ټولې اسلامي نړۍ ته خپله ژوره خواخوږۍ او ډاډ ګېرنه وړاندې کوم د شهيدانو کورنيو ته د فردوس جنت، ټپيانوته د سملاسي بيا روغتيا، کورنۍ او خپلوانوته يې د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته