امنیت

يو ځانمرګى يرغلګر په اتمې حوزې له بريد مخکې دپوليسو له خوا ونيول شو .

کابل باخترد تلې څوارلسمه :
يو ځانمرګى يرغلګر دملي امنيت دموظفينو له خوا په کابل ښار کې ونيول شو .
دملي امنيت دادارې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دمحمود په نامه  يوځانمرګي يرغلګر کله يې چې غوښتل په يوه بيک کې له ځاى پرځاى شويو چاوديدونکو توکو  څخه په استفادې  سره دکابل ښار  دپوليسو په اتمې  امنيتي حوزې  ځانمرګى بريد ترسره کړي دبريد له ترسره کولو مخکې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو  له خوا له بيک سره  چې چاوديدونکي توکي پکې ځاى پرځاى شوي و ، ونيول  شو .
ده اعتراف کړى دى چې دځانمرګي بريد تعليمات يې دپيښور دشمشتو په فيض المدارس  مدرسه کې زده کړي دي او دحقاني دشبکې له خوا دپوليسو په اتمې امنيتي حوزې دځانمرګي بريد د ترسره کولو لپاره کابل ته استول شوى و .
   ديادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې  دحقاني  دشبکې دوه تنه غړي چې دکابل ښار دنهمې ناحيې په مربوطاتو کې دځانمرګو بريدونو دترسره کولو لپاره ګومارل شوي  و ، دملي امنيت دموظفينو له خوا وځپل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته