اقتصاد

د چابهار هوکړه لیک له اړوند غونډه جوړه شوه

کابل باخترد غبرګولي  اوومه
د چابهار هوکړه لیک د تطبیقي پلان عملي میکانیزم کمېسیون د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجينیر محمد خان تر مشرۍ لاندې په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه وکړه.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د بهرنیو چارو ، کرنې ، ترانسپورټ ، سوداګرۍ او د ماليې وزارتونو استازو ګډون کړی و د چابهار بندر په شته ستونزو او د هغه د حل په لارو چارو خبرې وشوې.
د ترانسپورټ وزارت مالی او اداري مرستيالې فوزیې احساني د چابهار تطبیقي پلان ګډونوالو ته تشریح کړ او په دې اړه يې له ټولو اړوندو ادارو سره بحث او خبرې وکړې.
اړوندو ادارو پریکړه وکړه چې یاده طرحه او پلان باید په هر اړخیزه توګه تر څېړنې لاندې ونیول شي او په راتلونکې یوه اونۍ کې شته وړاندیزونه او ستونزې په ګوته شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال چابهار د هېواد د اقتصادي ډګر یوه مهمه پروژه وبلله او زیاته يې کړه چې د یادې پروژې ټول فعالیتونه باید اولویت بندي شي او د لومړیتوبونو له مخې پر مخ ولاړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته