اقتصاد

دکابل – جلال آباد د نوى سړک د جورولوکار پيل شو

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٤
د جلال آباد-کابل د نوى سړک د جوړولوکارنن پيل شو. دغه لويه لاره چې له پايتخت سره د هيواد د ختيځو ولايتونو ډيره نږدې لاره شمېرل کيږي؛ د يوسلو شپږوکيلومترو په اوږدوالى او نهو مترو په سورسره د سره رود له ولسوالۍ څخه په تيريدو سره د لته بندلارې له کابل سره نښلول کيږي.
د افغانستان د فوايدعامې وزيرنجيب الله اوژن ددغه واټ دکار د پرانستلو په مراسموکې دباختر د خبري آژانس خبريال ګلستان غالب ته وويل چې د جلال آباد- کابل نوې لويه لاره به د آسيا پرمختيايي بانک په مرسته د يوسلو لسو مليونو ډالرو په لګښت په دريوکلونوکې جوړه شي.
هغه سيمې چې دغه لويه لاره ورڅخه تيريږي؛ د اقليمي پلوه زيات تود اقليم لري. له همدې امله د دغه واټ په جوړولوکې به قير نه، بلکې له سمنټ اوسپنې څخه استفاده وشي.
د فوايد عامې وزير وايي چې د کابل – جلال آباد دلويې لارې په تګلوري کې ددغو سيمو د هوا د حالاتو له مخې په سمنټو او اوسپنې د  هغه جوړل به له قيرڅخه مقاوم وي.دغه واټ به د نړۍ د ترانزيتي معيارونو له مخى جوړ شي.
دفوايد عامې د وزير دڅرګندونو له مخې: د دغې لارې په اوږدوکې به يوولس پلونه او دوه سوه شپږ پلګي او اته زره متره استنادي ديوالونه جوړ شي.
دغه واټ به په نهه متره سور سره د تګ راتګ دوه سړکونه ولري او ويل کيږي له هغه څخه به د باروړونکو او تجارتي کاروانونو لپاره استفاده وشي.
اوس د ماهيپر دغاښى پيچلۍ او لوړه لاره له پايتخت سره د هيواد د ختيځو ولايتونو د نښلولو لپاره يواځنۍ نږدې لاره ده چې د تجارتي او مسافرو د تجارتي کاروانونو په تېره بيا د ژمي په موسم کې د زيات تراکم له امله د ترافيکي پيښو او د لارې د بنديدو شاهد ده.
افغانستان د يو زيات لګښتي هيواد په توګه خپل زيات تجارتي مالونه له پاکستان څخه واردوي چې دغه مالونه ټول د تورخم له لارې هيواد ته راوړل کيږي.
د ننګرهار والي عطاالله لودين وايي: د نوې لارې په جوړيدو سره د کابل- جلال آباد په اوسنى سړک د ترافيکو د بهير فشار او د خونړيو ترافيکي پيښوکچه کميږي.
دکابل – جلال آباد نوې لويه لاره د ماهير په نسبت په لسګونه کيلومتره لنډه ده او په هر وخت او فصل کې کولاى شي د ترافيکي ګڼه ګوڼې فشار ته چمتو وي.
د افغانستان د ماليې وزير ډاکترعمر زاخيلوال د جلال آباد-کابل د نوې لويې لارې دکار د پرانستلو په مراسموکې وويل چې له دغې لارې څخه ګټه اخستنه لګښت لري او د هيواد له اقتصاد سره زياته مرسته کوي.
ده د دغې لويې لارې د جوړولو له شرکتونوڅخه وغوښتل چې په جوړولوکې کيفيت ته پاملرنه وکړي. په همدې حال کې د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن وايي چې ددغې لويې لارې د جوړولو دکار بهير به وڅاري. هغه تګلورى چې د کابل – جلال آباد لويه لاره ورڅخه تيږي؛ په وروستيو کلونوکې د وسله والو طالبانوپه ګډون د تروريستي ډلو د فعاليت او شتون شاهد و.
د ننګرهار والي وايي چې په نږدې راتلوونکې کې په دغو سيموکې پوځي عمليات ترسره کيږي چې د تروريستي ډلو د پټنځايونوپه له منځه وړلوسره د دغې لارې د جوړولولپاره مناسبه فضا برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته