کابلباختر دسلواغې ١٣ مــــه
وسله والو طالبانو په سرپل ولايت کې د افغان بيسيم د مخا برا تي شرکت در ې تنه کارکوونکي وتښتول . دغه کارکوونکي پرون کله يې چې غوښتل له سرپل ښار څخه شبرغان ته لاړ شي په لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول.
دسر پل ولايت پو ليسو د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته ديوې خبر پاڼې په ليږلو سره دغه پيښه تا ييد کړه او ويې ويل چې دوي ددغو کارکونکو د خلاصون لپاره پلټنې پيل کړي دي
دوه تنه له دغو کارکوونکو څخه په سرپل کې د افغان بيسيم د مخابراتي شرکت تخنيکي انجنيران او يو يې موټر چلوونکى بلل شوى دى
په همدى حال کې په سرپل کې د افغان بيسيم کارکوونکو د باختر اطلاعا تي اژانس ته وويل چې دغو کارکوونکو له دولت سره هيڅ راز اړيکې نه لرلې