امنیت

د ملي اردو شپږ سرتېري په غزني کې شهيدان شول

کابل/باختر/ د وږي ۱۱ مه
په غزني کې تېره شپه د ملي اردو شپږ سرتېري شهيدان شول.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سرتېري د غزني د قره باغ ولسوالۍ په خونيان سيمه کې د مخالفینو په کمين کې شهيدان شول او درې نور سرتېري ټپيان شول.
پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې د ملي اردو يوشمېر منسوبین په دې سيمې کې د ګزمې په حال کې وو چې د دښمن له کمين سره مخ شول او د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه.
هغه زياته کړه چې په نښتې کې وسله والو مخالفینو ته هم د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر نه دى معلوم.
ختم – سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته