امنیت

دطالبانو دوه تنه قوماندانان ووژل شول

 

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ٢٠ :

د وسله والو طالبانو دوه تنه مشهورقوماندانان په لغمان ولايت کې دافغان ځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شول.

په دې عملياتوکې چې پرون مازيګر د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ترسره

شول؛ اووه تنه  نورطالبان  هم وژل شوي دي او شپږتنه يې ټپيان شوي دي.

په ملا عبدالغفور او ملامسافر ددغې ولسوالۍ دګل آرام او قصبي په سيموکې دملي اردو، ملي پوليسو او دملي امنيت دځواکونو له  خوا بريد وشو اوله خپلو اوو تنو افرادو سره ووژل شول.

دلغمان د والي ويندوى  سرحدي ځواک باخترآژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې  شپږتنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.

دغه قوماندان له خپلو افرادوسره د يولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې د افغان ځواکونو له  خوا ورباندې بريدوشو.

دلغمان د والي ويندوى وايې چې ملا عبدالغفور او ملا مسافر په دغه ولايت کې دماينونو او بمونو د ايښودولو مسوول دي.

دغه راز ويل کيږي چې دطالبانو دغه دوه تنه مشهور قوماندان دخلکو په ځورونه او په ښوونځيو باندې  په بريدونوکې لاس درلود.

ددغو عملياتو په بهيرکې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان لطيف خان هم شهيد شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته