امنیت

په فارياب کې د وسله والو طالبانو بريد په شاوتمبول شو

ميمنه / د وږي ٢٩مه / باختر
په فارياب کې د وسله والو طالبانو بريد تېره شپه په شا  وتمبول شو او طالبانو ته         د سر زيان واوښت
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختراژانس ته وويل امنيتي او دفاعي منسوبانو د دغه ولايت د قيصار ولسوالۍ په کوهي کلي کې د وسله والو طالبانو بريد شنډ کړ او هغوى ته يې د سر زيان واړاوه.
هغه زياته کړه په  دې پېښه کې  ٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
يورش وويل په دې بريد کې وسله والو طالبانو يو امنيتي منسوب او يو ملکي  وګړى شهيدان او درې سرتيري ټپيان شول.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته