امنیت

٤٩تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .

کابل باخترد سلواغې ديارلسمه :
دهېواد په يوشمير  ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو  په پرونيو ګډو عملياتو کې نهه څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دغه عمليات دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په  بيلابيلو سيمو کې ترسره شول چې په وژل شويو کسانو کې دکويټيې شورا څلور تنه کليدي  غړي او دوسله والو طالبانو ډډلې څلور تنه سيمه ئيز قوماندانان هم شامل دي او دولس تنه نور ډار اچوونکي نيول شوي دي .
دهېواد دامنيتي او دفاعي  ځواکونو دغه ګد عمليات دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، کونړ ، غزني ، خوست ، ميدان وردګو ، پکتيکا ، لوګر ، قندهار ، روزګان ، زابل ، فراه ، فارياب ، بغلان ، نيمروز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته