ټولنه

په ننګرهار کې دسړک جوړولو ددوو پروژو کار پيل شو .

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٧نيټه :       
په  ننګرهار ولايت کې  دسړک جوړولو ددوو پروژو  عملي کار  پيل شو .
په دغو پروژو کې د څه ناڅه يوزرو پنځه سوه مترو په اوږدوالي دسړک  پخول ، دسلو مترو په اوږدوالي دپليو لارو پخول  او دواټ په دواړو خواو کې دويالو جوړول شامل دي .
دجلال اباد دښاروالۍ يومسوول باختراژانس ته وويل چې دغه دوه پروژې دولس نيم مليونه افغانۍ  لګښت لري  چې دکليو دبيا جوړولواوپراختيا وزارت دولسي تړون دپروګرام له خوا دخلکو  په سلو کې دپنځه ويشتو په ونډو سره ورکول کېږي
ددغو  دوو پروژو کاربه يوسلو شل ورځې دوام وکړي .
د دغو دوو پروژو دکار په بشپړيدو سره  يو زرو پنځه سوه کورنى  ورڅخه ګټه اخلي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته