نړۍ

په پاکستان کې دناټو داکمالاتي لارې تړل کيدو دسيمې دخلکو اقتصاد ته زيان اړولى دى

اسلام اباد دآزادى راډيو – باختر دمرغومي دمياشتې ٢١
په پاکستان کې د امريکا سفير ريچارداولسن وايي چې دخيبر پښتونخوا په ايالت کې دناټو داکمالاتې لارې تړل کيدو دسيمې دخلکو اقتصاد ته زيات زيان اړولى دى.
ريچارد اولسن پرون  دخيبر پښتونخوا ايالت ته لاړ اوپه دغه ځاى کې يې  دناټو داکمالاتي لارې پرانستل ددغه ايالت  سيمه ييزو اوسيدونکو ته ارزښتناک وبلل.
ده  زياته کړه  چې دسيمې خلکو دناټو داکمالاتي کاروانونو له  لارې اقتصادي ګټه کړې ده او ددغې لارې تړل کيدل  دزياترو خلکو کار اخيستى دى.
دناټو داکمالاتي لارې په باب له ټولو مخکې دا  چې  موږ له فدرالي حکومت سره 
قرارداد لرو  او  زما په باور  دغه لاره فدرالي حکومت نه ده تړلې او لکه څنګه چې موږ پوهيږو ځينې سيمه ييز اعتراضونه شوي دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې :  دتورخم بندر  دروان کال  دليندۍ دمياشتې له دويمې نيټې را په دې خوا د ناټو اکمالاتو پرمخ تړل شوى دى.
دامريکا سفير ويلي دي   چې  دامريکا متحده ايالات زيات انتخابونه لري چې توکې دافغانستان دننه اوبهر ته وليږدوي  اوپه هيڅ صورت دلارې تړل کيدل   زموږ دعملياتو مخه نه شي نيولاى .
مخکې له دې  دامريکا ددفاع وزير اسلام اباد ته په خپل سفر  کې ددسمبر په مياشت کې وشو، دپاکستان صدراعظم ته خبردارى ورکړ   که چيرې دناټو دځواکونو اکمالاتي لاره ددغه هيواد له خوا خلاصه نه شي  دامريکا داستازو دمجلس غړي  کولاى شي له اسلام  ابادسره پوځي مرستې وځنډوي.
دامريکا متحده ايالات  تراوسه پورې په افغانستان کې دخپلو ځواکونو دپوځي وسايلو په ليږدونه او اکمالاتو کې په وار وار  په پاکستان کې دياغيانو له بريدونو سره مخامخ شوي دي  .
دغو تحرکاتوپه پاى کې امريکا  دمرکزي آسيا له لاري دخپلو تجهيزاتو ليږدونې ته متوجه کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته