نړۍ

دهند صدر اعظم پا کستان ته دسفر بلنه و منله

دپا کستان دخصوصي خبري شبکې جيو دخبر له مخې : د هندصدراعظم منموهن سنګه پا کستان ته دسفر لپاره ددغه هيواد بلنه منلى ده

ددي نيوز انتر نشنل ورځپاڼې دخبر له مخې : د هند صدراعظم ويلي دي : د هند او پا کستان ترمنځ دسو لې خبرې به ډير ژر له سره پيل شي

دهند صدراعظم زيا ته کړې ده دى به تر هغه وخته پورې پا کستان ته سفر ونه کړى چې پا کستان د تروريزم پرخلاف يو اغيزمن ګام او چت نه کړې

ده زيا ته کړې ده : د پا کستان لورى دسو لې دبهير د بيا پيل کولو لپاره دهلو ځلو په حال کې دى

دياد ونې وړ ده چې په دې وروستيو وختو کې د هند او پا کستان ترمنځ اړيکې مخ په ښه کيدو دي او ددوا ړو لورو ترمنځ دسو لې دخبرو لپاره هلې ځلې دوام لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته