سیاست

جمهوررئیس غني: د ولسي تړون پروګرام د نسلونو ترمنځ تړون دی

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
د ولسي تړون پروګرام نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په حضور او وینا په ارګ کې افتتاح شو.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
جمهوررئیس د ولسي تړون پروګرام د پرانیستلو له امله ټولو افغانانو ته مبارکي وويله او زیاته یې کړه، حکومت د خلکو په اراده جوړ شوی دی او هڅه به کوي چې د خلکو برحقه هیلې عملي کړي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، حکومت تر تېر کاله پورې د خلکو وړاندیزونه واوریدل او د خلکو د غوښتنو، وړاندیزونو، اړتیاوو او د حکومت له ژمنې سره سم، نن د ولسي تړون پروګرام د ملي پیوستون پروګرام ځای نیسي.
جمهوررئیس غني له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول له هغو ښځو څخه چې د ملي پیوستون په انکشافي شوراګانو کې یې ونډه درلوده مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ولسي تړون پروګرام کې به شوراګانو کې ښځو ته مساوي ونډه ورکول شي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، د ملت او دولت غږ یو دی او دا پروګرام د کلیو او ښارونو ترمنځ د ګډې ژبې رامنځته کول دي. هغه له دولت سره په همکارۍ کې د خلکو د نقش په اړه وویل، خلک اصل او حکومت د خدمت وسیله ده.
جمهوررئیس څرګنده کړه، ټول افغانان مساوي حقونه او وجایب لري، هیڅ افغان پر بل برتري نه لري. هغه زیاته کړه، د ولسي تړون پروګرام ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ګوري او ټول به په یو ګډ چوکاټ کې تنظیم کړي.
جمهوررئیس د هېوادوالو د حقونو د رعایت او تعادل په برخه کې د هېواد اساسي قانون ته په اشارې وویل، د ولسي تړون پروګرام ټول رانغاړي او د دغه پروګرام پلي کولو ته مو توجه هم مساوي ده.
جمهوررئیس خلکو ته په خطاب کې وویل، د دغه پروګرام له مخې پیسې او مسوولیت یې تاسو ته درکول کېږي، هیله ده څنګه مو چې پخوا مسوولیت ترسره کړی دی، د دغه پروګرام مسوولیت څخه هم چې حساب ورکول او د شفافیت دی، بریالي را ووځئ.
جمهوررئیس د بېوزلۍ له منځه وړل ملي او شرعي دنده وبلله او دغې ښکارندې سره په مبارزې او له منځه وړلو یې ټینګار وکړ. هغه د کډوالو او بیځایه شویو یادونه وکړه وې ویل: د ولسي تړون پروګرام باید دهغوی د جذب لامل شي او د هغوی ژوند ښه کړي.
جمهوررئیس کډوال د ټولنې محروم قشر وباله او په قاطعیت یې وویل، هیڅوک باید هغوی ته د پردیو په سترګه ونه ګوري، ځکه کډوال او بيځایه شوي وطنوال او د دې ټولنې غړي دي.
جمهوررئیس غني د بروکسل راتلونکې ناسته د افغانستان سره لپاره د نړيوالې ټولنې د اقتصادي ژمنو د تجدید فرصت وباله وې ویل، دا مهال افغانستان د نړيوالې ټولنې د توجه په محراق کې دی او زموږ دښمنان ورځ تر بلې څنډې او انزوا ته کاږل کېږي.
جمهوررئیس غني وویل د ولسي ټړون پروګرام د نسلونو ترمنځ تړون دی، د بروکسل ناسته به نه یوازې په دغو بحثونو تمرکز وکړي، بلکې داسې یوه وسیله ده چې له دې ناستې وروسته وکولای شو په دوامداره توګه بنیادي اصلاحاتو ته دوام ورکړو.
هغه له ټولو هېوادوالو وغوښتل د بهرنیو وارداتي تولیداتو په ځای داخلي هغو ته لومړیتوب ورکړي، چې د کورنیو تولیداتو او پيداوارو څخه د ملاتړ له لارې به مو محصولات او کرنه دواړه وده وکړي.
جمهوررئس پر حکومت د خلکو له باور څخه مننه وکړه وې ویل، خلک باید په یو مشخص چوکاټ کې له حکومته حساب وغواړي. هغه وویل سترو اقتصادي پروژو باندې کار روان دی او په هر پړاوو کې به خلک د هغو د پلې کېدو څخه باخبره وساتل شي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل: د دوو تېرو کلونو په موده کې زموږ بهرنی سیاست ځانګړي اهمیت څخه برخمن و، ځکه د افغانستان بقا باید تضمین شوې وای، خو اوس مو ډېر تمرکز په اقتصادي پروژو او پروګرامونو دی، چې د افغانانو هیلې پوره شي.
جمهورئیس غني څرګنده کړه، نن نړيواله ټولنه قانع شوې ده چې حکومت اداري فساد سره د مبارزې او د شفافیت د تامین سرتاسري پروګرامونو باندې کار پيل کړی دی او د پلې کولو لپاره یې عملاً کار کوي.
هغه له ټولو وغوښتل یو بل ته سره لاسونه ورکړي او د همکارۍ فرهنګ ترویج کړي، پروګرامونو باندې بې پلوه څارنه وکړي، ځکه بې له څارنې او حساب ورکولو شفافیت نشي راتللی.
جمهوررئيس د کابینې له غړو، معینانو، بین المللي همکارانو او په ځانګړي ډول نړيوال بانک څخه د ملي ولسي تړون د ایجاد په برخه کې د هغوی له هڅو مننه وکړه.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د حکومت په پيل کې چې مسوولیت او امانت زموږ په اوږو کېښودل شو، د افغانستان بقا له خطر سره مخ وه، زياترواکثریت مبصرینو فکر کاوه چې حکومت به سقوط وکړي، خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همت مو د هېواد بقا تضمین کړه، نن نړيوالې ټولنې د بیا همکارۍ ژمنه کړې ده.
جمهوررئیس د هېواد د دفاع په لار کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او قربانیو قدرداني وکړه او له هغو ټولو کورنیو څخه یې هم مننه وکړه چې خپل بچیان د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې شاملوي.
په دغو مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: د ولسي تړون پروګرام د حکومت یوه ژمنه وه، چې د ملت او دولت ترمنځ دغه قرارداد نن ترسره شو.
هغه ولسي تړون پروګرام د بین الوزارتي همکارۍ سره په ګډه شونی وګاڼه، وې ویل چې حکومت په شپږو میاشتو کې وکولای شول، دومره لوی پروګرام جوړ کړي چې دغه پروګرام به تر ټولو لرې سیمو کې هم خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، حکومت له خلکو سره په خپلو کړو ژمنو عمل کوي، د کلیو او ښارونو ترمنځ خدمت رسونې کې هیڅ فرق نه دی موجود.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دغو مراسمو کې وویل، د ولسي تړون پروګرام د حکومت له ډېرو هڅو وروسته د جمهوررئیس په ځانګړې پاملرنې پرانیستل کېږي. هغه زیاته کړه، حکومت په ۲۰۱۴کال کې د خودکفایي سند لندن کنفرانس کې لاسلیک کړ، چې پر هغې يې عمل کړی دی.
د مالیې وزیر دا پروګرام د ښځو، بېوزلو، معلولیت لرونکو افرادو، کډوالو او بيځایه شویو، ځوانانو او د ټولنې ټولو اقشارو ته ګټور وباله او یاد پروګرام یې د کرنې، د برېښنا انرژۍ په تامین، د څښاک اوبو، کارموندې، روغتیا، د ښوونځیو په جوړولو، سړکونو او کلینکونو په وده کې مهم وباله.
حکیمي څرګنده کړه، چې د ولسي تړون پروګرام به راتلونکو لسو کالو کې د افغانستان ټول کلي او ښارونه تر خپل پوښښ لاندې راولي او له خدمتونو به یې د هېواد په تر ټولو لرې سیمه کې ټول هېوادوال برخمن شي.
په دغو مراسمو کې د نړيوال بانک عمومي رئیس رابیرت جي سام، د ولسي تړون پروګرام ګټور وباله او د هغې د پرانیستلو له کبله یې افغانانو ته مبارکي ورکړه. هغه د افغانستان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
د نړيوال بانک رئیس وویل، د ولسي تړون پروګرام به افغانانو سره مرسته وکړي چې اساسي خدماتو او کروندګر د اوبو سرچینو ته لاسرسی پيدا کړي او ښځې، معلولین، کډوال او اړمن افراد به د دغه پروګرام څخه برخمن شي.
همدارنګه په دغو مراسمو کې، د ولسي تړون د همکارۍ تفاهم ليک د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د نړيوال بانک د عمومي رئیس رابیرت جي سام له خو لاسلیک شو.
د بېلابېلو ولایتونو څخه د محلي انکشافي شوراګانو استازو هر یو په جلا جلا توګه د جمهوررئیس څخه د ولسي تړون پروګرام د افتتاح او د دغې طرحې د ایجاد له امله مننه وکړه. او د ولسي تړون پروګرام یې د کلیوالو د ژوند د حالت په ښه والي کې مهم وباله.
هغوی په ډاډ سره وویل، چې د خپل ټول توان په اندازه به د حکومت له پروګرامونو څخه ملاتړ کوي، په شفافیت او په بشپړه حساب ورکولو سره د دغه  پروګرام په پلې کولو کې د حکومت سره همکاري وکړي.
د کرنې او اوبو لګولو، روغتیا عامې، اودکلیودبيا جوړولواو پراخیتا وزیرانو د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست، د پوهنې وزارت مرستیال هر یو د ولسي تړون پروګرام د بېلابېلو اړخونو د موثریت په اړه په جلا جلا توګه خبرې وکړې او د ولسي تړون د پلانونو د پلي کولو په خاطر یې د ګډ کار په ترسره کولو جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ. 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته