کابل/ باختر/ د چنګاښ د مياشتې ١٠
د تيرو دريو ورځو په بهيرکې ١٣٠ تنه په هرات ولايت کې د ترافيکي پيښو له امله ټپيان شوي دي .
مسوولين د ترافيکي قواعدو په نسبت د موټر چلوونکو بې پروايي په دغه ښار کې د ترافيکي پيښو د زياتوالي له اصلي علتونوڅخه بولي .
دا په داسې حال کې ده چې يوسلو ديرش تنه په دغه ښارکې د ترافيکي پيښې له امله ټپيان شوي دي .
دهرات دحوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي په هرات ښار کې دترافيکي پيښو شمير مخ په زياتيدو بولي او وايي: زياتره دغه ترافيکي پيښې دځوانانو او دتنکيو ځوانانو چې په موټرسايکلونو سپاره دي؛ رامنځته کيږي .
څرنګه چې ددغو شمېرنو له جملې څخه ديرش پيښې په ماشومانو او ميرمنو اړوندې دي او نور يې ځوانان اوتنکي ځوانان رامنځته کړې دي چې د بې احتياطي او د ترافيکي قواعدو د نه رعايتولو له امله رامنځته شوې دي .
ختم_ج _اکرم