Uncategorized

د کمال خان بند ملي باور دى چې ملي واکمنۍ پياوړې کوي

کابل / د کب ۲۱ مه / باختر
د کمال خان بند چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې پرانیستل شي، په هېواد کې يوه مهمه او اغېزمنه پروژه ده.
د باميانو پوهنتون رييس عبدالعزيز محبي د باختر آژانس له سيمه یيزخبريال سره په مرکه کې وويل چې د کمال خان بند له اقتصادي پلوه د هېواد په کچه ډېره مهمه پروژه ده او دغه بند په داسې ساحه کې جوړ شوى دى چې کولاى شي د هېواد خلکو ته زياته اقتصادي ګټه ولري چې له يوې خوا برېښنا توليدوي او له بله پلوه زياتې ځمکې خړوبوي چې له اقتصادي پلوه زيات ارزښت لري.
هغه وويل چې د باميانو پوهنتون په نږدې راتلونکې کې د کمال خان بند د اقتصادي، ټولنيز او چاپېريالي ارزښت په اړه علمي غوڼدې او سيمينارونه جوړوي.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اسحاق موعدي د کمال خان بند د اقتصادي او ټولنيزو اغېزو په اړه وويل چې د کمال خان بند ملي باور دى چې ملي واکمنۍ پياوړې کوي او ملي خپلواکي مانا کوي.
کلونه کلونه کېږي چې د هېواد اوبه ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان ته بهيدلې او لا هم بهېږي.
هغه زياته کړه: د کمال خان بند په شان بندونو جوړول د هېواد د اوبو د مديريت لپاره هلې ځلې دي. لکه څنګه چې اوبه زموږ پت او عزت دى، بايد له خپل پت او عزت څخه دفاع وکړو او زموږ اوبه چې د ګاونډيو هېوادونو له تېلو څخه زيات ارزښت لري، هغه بايد ښه مديريت کړو. بايد زموږ له هره څاڅکې اوبه څخه زموږ په هېواد کې استفاده وشي اوګته يې زموږ هېواد ته ورسېږي چې پخوا داسې نه وه.
له همدې امله د کمال خان بند جوړول له زيات اقتصادي او ټولنيز ارزښت څخه برخمن دي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته