کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٥
دکورنيو چارو وزارت هيت دهلمند ولايت امنيتي حالت وڅيړه .
دهلمند له ولايت څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
دکورنيو چارو وزارت دعامه محافظت معين لوى پاسوال جمال عبدالناصر او دعامه نظم عمومي قوماندان پاسوال زمري پيکان هلمند ولايت ته له رسيدو
وروسته دهلمند له والي محمدنعيم ، امنيه قوماندان ، دملي امنيت له رييس او ددغه ولايت له نورو امنيتي مسوولينو سره يې په هلمند ولايت کې دامنيتي مسلو په باب خبرې اترې وکړي.
دغه هيت دخپل سفر هدف د هلمند- فراه او دهرات دلوي لارې دامنيتي ستونزو څيړنه وبلله.
دهلمند والي محمد فهيم وويل : چې په لويو لارو کې ځينې امنيتي ستونزې له دغه هيت سره طرحه شوې چې ښه امنيت دتامينولو لپاره اقدام وشي.
0 1 دقیقه لوستل