فرهنګ

حسينه صافى دکابل دفرهنګي اوونۍ دنمانځنې په مراسمو کې: داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوه له مهمو دندو څخه دهېواد داصيل فرهنګ ساتنه ده .

کابل باختر دزمري شلمه :
دکابل دفرهنګي  اوونۍ دنمانځنې مراسم نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا په بابر شاه بڼ کې پرځاى شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه مراسم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې  اونوماند وزيرې  حسينې صافۍ  ، ددغه وزارت دمعينيانو ، سلاکارانو او رييسانو ، دجمهوري رياست دسلاکار  عبدالغفور  ليوال ، دملي امنيت دشورا  دفرهنګي چارو دسلاکار نجيب الله منلي ، يوشمير دولتي مقاماتو او دفرهنګي  شخصيتونو په شتون پرځاى شول .
ددغو مراسمو په پيل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  حسينې صافۍ  خبرې وکړې او ويې ويل چې ددغه وزارت يوه له مهمو دندو څخه دهېواد داصيل فرهنګ  ساتنه ده او له همدې امله  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په دې لاره کې  ديادونې وړ فعاليتونه ترسره کړي دي .
دې زياته کړه  چې دفرهنګي اوونۍ دنمانځنې موخه دهېواد داصيلي  فرهنګي لازياته پيژندنه ده اودلومړي ځل لپاره دفرهنګي  اوونۍ  دنمانځنې پروګرام دپروان له ولايت څخه پيل شو او وروسته وروسته دننګرهار ، غزني ، خوست او کاپيسا په ولايتونوکې جوړ شو او دغه پروګرام دهېواد په نورو ولايتونوکې هم دوام مومي .
حسينې صافۍ  وويل چې دکابل دفرهنګي  اوونۍ نمانځنه نن په بابر شاه بڼ ، تيمور شاهي پارک ،  ښځينه  بڼ ، داحمد شاه بابا مينې دحبيب الله ځاځي په پارک ، ددشت برچې دمعرفت  په ليسه ، دخيرخانې مينې په پارک  او دکابل ښار دلومړى مکروريان په پارک کې پيل شوه او دزمري دمياشتې تر  ٢٥ نيټې پورې دوام مومي .
  دې زياته کړه چې دروانۍ اوونۍ په بهير کې  دانځور ګرى ، خطاطۍ  ، رسامۍ ،  دعينکو دمسو داثارو  دعکس ،  لاسي صنايعو ، کرنيزو محصولاتو  ، دملي موزيم  داثارو او دلرغونپوهنې  درياست نندارتونونه ، دداخلي فلمونو  دبښودلو ،تياتر ، موسيقۍ او کابل ښاريانو ته دورزشي نمايشاتو نندارتونونه په دغو ساحو کې جوړيږي .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې له کابل ښاروالۍ او له نورو وزارتونو  او بنسټونو څخه چې دکابل دفرهنګي  اوونۍ په نمانځنه  کې يې له دغه وزارت سره مرسته کړې ده ، مننه وکړه .
په دغو مراسمو کې داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام داجراييه رياست دفرهنګي چارو دسلاکار فقير مومند په واسطه ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي دملي وحدت حکومت  وياړي چې دکابل فرهنګي  اوونۍ نمانځي او هغه ګام  چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په دې برخه کې  اخستى دى دستاينې وړ دى .
دغه راز په پيغام کې دهېواد دفرهنګي ميراثونو او دتاريخي ابداتو ساتنه دافغانستان دحکومت ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اودهېواد دټولوخلکو يوه مهمه دنده بلل  شوې ده او دغو ملي پانګونه په پاملرنې  باندې تينګار شوى دى . 
دکابل   ښاروالۍ سرپرست پوهنيار حبيب الله حبيب زي  هم په خپلو خبرو کې دکابل ښار دتاريخچې  په باره کې  معلومات ورکړل او ويې ويل چې په تاريخي لحاظ   کابل ښار   ٢٧٠٠  کاله سابقه لري او په تيرو وختونوکې دشاهانو او حاکمانو د پاملرنې وړ و .
ده  دکابل ښار دښه والي  په برخه کې دکابل ښاروالۍ  د پروګرامونو په باره کې  معلومات ورکړل  او دکابل تاريخي  اثارو اوابداتو او په ښار کې  داستوګنې فرهنګ  ته پاملرنه يې  په دې ښار کې کاري لومړيتوب وباله
دغه راز ديونسکو دسازمان استازي عمرا خان مسعودي دکابل دفرهنګي اوونۍ له نمانځنې په اړوند ددغې ادارې  پيغام ولوست  او دافغانستان له حکومت  او په تيره بيا داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره  يې  ددغه سازمان دزياتو همکاريو ډاډ ورکړ .
داطلاعاتو اوفرهنګ  پخواني وزير  ډاکتر سيد مخدوم رهين هم په خپلو خبرو کې  دکابل ښار دتاريخ  او لرغونتيا په باره کې معلومات ورکړل  او ويې ويل چې کابل ښار  دروزګار  څيرې  خوړلى دى ماتم ځپلې ښار چې لاتراوسه پورې  هم خلک يې دهغه څه په ماتم کې  چې په کابل وشول   او هغه جفاوې  چې دکابل په حق کې وشوې لاتراوسه پورې هم چې اوس دى چيغې وهي .
دغه راز ده دکابل ښار دلازيات  ښه والي ، ددغه ښار د تاريخي ابداتو دبيا رغاونې او په تيره بيا  دنړۍ دفرهنګي ميراثونو په لست کې دکابل تاريخي  ابداتو ته دځاى ورکولو په اړوند داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ، کابل ښاروالۍ او ديونسکو  دزياتې پاملرنې غوښتنه وکړه .
ددغو مراسمو په بهير کې  عبدالغفور ليوال هغه شعر ولوست چې دکابل په باره کې  برابر کړى و .
ددغو مراسمو  په بهير کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې   دکتاب ، انځور کرى ، خطاطۍ ،  رسامۍ، دعينکو دمسو داثارو دعکس او دلاسي صنايعو نندارتونونه پرانستل  فرهنګي فعال او دکابل ښار يو اوسيدونکي  نايب الدين اکرامي قندقستاني دباختراژانس له خبريال سره په خبروکې  دکابل دفرهنګي اوونۍ دنمانځنې  داهميت په اړوند وويل چې ددغه شان پروګرامونو جوړول خلکو او په تيره بيا ځوان نسل ته دهېواد داصيلي فرهنګ ، فرهنګي ارزښتونو او دتاريخي شتمنيو په معرفي کولو کې ځانګړي ارزښت لري او داطلاعاتو  او فرهنګ له وزارت څخه يې ددغه شان پروګرامونو دجوړولو په خاطر مننه وکړه .
ددغو مراسمو په پاى کې  دکابل ښاروالۍ دکلتوري خدمتونو درياست دورزشکارانو له خوا ورزشي  نمايشات ، دموسيقي رياست دسندرغاړو په واسطه  دموسيقي  پارچې او دملي تياتر  دممثلينو له خوا تمثيلي پارچې اجرا شوې .
  ختم_   عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته