امنیت

د شپږو تنو پاکستاني طالبانو وژل کيدل

کابل/باختر / د وري دمياشتې٣٠
شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
په دغو طالبانو نن سهار د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د کامديش ولسوالۍ په مربوطاتوکې بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه پاکستاني طالبان ووژل شول.
ده وويل چې يرغلګرو د ډيورنډ کرښې له را اوښتو وروسته د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ چې د دوى له خوا پرې ډزې وشوې.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په نورستان ولايت کې د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: امنيتي مامورينو نن غرمه د سيمې د خلکو په همکارۍ درې ماينونه د نورستان ولايت په ګڼ ميشتو سړکونوکې کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته