فرهنګ

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غیر اخلاقي فلمونو او ملي ګټو ضد فلمونو پر وړاندې کمپاین پیل کړ

کابل / د وږي ۱۲ مه / باختر
په  هلمند کې  د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوه ګډ پلاوي په ملتیا په لښکرګاه ښارکې د غیر اخلاقي او ملي ګټو ضد فلمونو پر ضد کمپیان پیل کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمید الله ویاړ باختر آژانس ته وویل چې یاد کمپاین یې د یوه کډ پلاوي په ملتیا پیل کړی دی.
ویاړ زیاتوي چې د کمپاین په لومړۍ ورځ درې کمپیوټرکاران د غیر اخلاقي فلمونو د لرلو تړاو ونیول شول او امنیتي ارګانونو ته وسپارل شول.
د ویاړ په خبره، یاد کمپاین به په دومداره توګه په لښکرګاه ښار کې د غیر اخلاقي او ملي ګټو ضد فلمونو پر وړاندې کمپاین ترسره کوي او په جدي ډول به د داسي غیر قانوني کړنو مخنیوی کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې کمپیوټر کاران او کېسټ پلورونکي د ورته فلمونو پلورکوي چې ډېر زیان یې د ښوونځیو کوچنيو ماشومانو ته رسېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته