ورزش

جمهور رييس کرزي دبنګله ديش په وړاندې دافغانستان د کرکټ د ملي ټيم دبرياليتوب له امله مبارکي وويله.

 کابل – باختر دکب دمياشتې ١١

دافغانستان داسلامي جمهور رييس حامد کرزي  د آسيا د جام په سياليو کې دبنګله ديش دکرکټ دملي ټيم په وړاندې دافغانستان دکرکټ د ملي ټيم دبرياليتوب له امله دکرکټ دملي ټيم غړو او دافغانستان خلکو ته مبارکي وويله.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

دافغانستان د کرکټ ملي ټيم پرون د آسيا دجام په سياليو کې چې په  بنګله ديش کې دوام لري .  دبنګله ديش دکرکټ ملي ټيم ته  ماتې ورکړه.

دهيواد جمهور رييس چې دلوبې د وروستيو شيبو ننداره کوله په بنګله ديش کې دميشتو افغانانو د تاوده ګډون له امله چې دافغانستان په ښکلو بيرغونو سره يې دخپل هيواد د ملي ټيم لوبغاړي هڅول خوشحاله  شو او هيله يې وکړه چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په هغو پرله پسې هلوځلو او په  وړتيا سره چې په دغو سياليو کې له ځانه ښى وکولاي شي په  نړيواله کچه زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ او د ځوانانو د چارو وزير ډاکتر سيد مخدوم  رهين دباختر آژانس له خبريال سره د اړيکې په ترڅ کې د آسيا دملتونو د جام د اتلوالۍ په سياليو کې دبنګله ديش  په وړاندې دهيواد دکرکټ دملي ټيم دبرياليتوب له امله د هيواد ټولو خلکو او په تيره بيا دافغانستان د کرکټ دملي ټيم   لوبغاړو ته مبارکي وويله  او په راتلونکو سياليو کې يې د دوى  د لازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.

له شک پرته دهېواد ورزشکارو ځوانانو په سيمه ييزو سياليو کې دستاينې وړ

برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.

دغه موضوع ددې زيرى ورکوي چې نن دى او که سبا دهېواد زيات ځوانان په  نړيوال ډګر کې  ستر ورزشي برياليتوبونه ترلاسه کړي .

 ډاکتر رهين په راتلوونکو سياليو کې هم دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته