امنیت

٢٨تنه ډار اچوونکي په شمال او شمال ختيځ زون کې ووژل شول

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
٢٨ تنه ډار اچوونکي دشمال او شمال ختيځ زون په سيمو کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي.دپامير يو عملياتو  په بهير کې چې پرون سهار دکندز ولايت دبز قندهاري ، حضرت سلطان او دالچين په سيمو کې ترسره شول اتلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
او ددغه ولايت په اتمانزو کلي کې دماين دچاودنې له امله چې د ډار اچوونکو يو موټرته څيرمه وچاوديددوسله والو طالبانو ديو سرګروپ په ګډون درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه راز د امنيتي ځواکونو د ظفر -٢٢ ګډو عملياتو په بهير کې چې دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ په کنجک سيمه کې ترسره شول شپږ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول او دغه راز دبدخشان ولايت دبهارک ولسوالۍ په حاتم بيګ کلى کې دپامير دشلمې فرقې دځواکونو او د تروريستانو ترمنځ جګړه کې يو وسله واله طالب ووژل شو چې مړى يې له يو کلاشينکوف سره دجګړې په ډګر کې پاتې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته