کابل باختر د زمري اوومه :
٥٩ تنه وسله وال مخالفين پرون په غور ولايت کې په هوايي او ځکنيو عملياتو کې ووژل شول .
د ٠٧ ٢ظفر قول اردو قوماندان جنرال محمد ناصر هدايت په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبريالانو ته وويل : په دغو عملياتو کې چې دغور ولايت په تيورې ولسوالۍ کې ترسره شول دوسله والو طالبانو دډلې ددريو مشهورو قوماندانانو په ګډون ٥٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٥٤ تنه نور ټپيان شول .
ده زياته کړه په دغو عملياتو کې ددښمن يوه داشکه او اووه موټرونه دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
خبرځاى زياته کړه چې په دغو عملياتو کې څه ناڅه لس تنه پوځيان شهيدان او اووه تنه نور ټپيان شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ