کابل باختر د تلي پنځمه :
يوځانمرګى يرغلګر نن په ننګرهار ولايت کې دامنيتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو .
دغه يرغلګر نن کله يې چې غوښتل داچين ولسوالۍ دعبدالخيلو په کلي کې د سيمه ئيزو پوليسو په يوې پوستې بريد وکړي؛ دپوځيانو په ډزوکې ووژل شو.
د ننګرهار د والي وياندعطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه ځانمرګي يرغلګر په بمونوبار په خپل موټر سپور و او مخکې له دې چې په اچين ولسوالۍ کې دسيمه ئيزو پوليسو په يوې پوستې بريد وکړي؛ دپوځيانو د ډزو له امله ووژل شو .
ديوبل خبر له مخې ، دننګرهار ولايت پوليسو په دغه ولايت کې دڅلورو چاودنو مخه ونيوله .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دداعش افرادو او طالبانو داچين کوټ او دربابا په ولسواليو کې په سړکونو ماينونه ښخ کړي و چې دغه ماينونو د پوځيانو له خوا د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف اوشنډ کړى شول .
1 1 دقیقه لوستل