سیاست

د جمهور رییس حکم

کابل باختردوږي دمياشتې٦ نيټه : 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه د احمد یوسف نورستاني د ټاکل کیدو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس محمد اشرف غني حکم !
د افغانستان د اساسي قانون د څلور اتیایمې مادې د درېیمې فقرې د حکم له مخې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه د نجیبې حسیني پرځای، د احمد یوسف نورستاني ټاکنه منظوره ده.
د لوی خدای (ج) له دربار څخه ده ته په ورسپارل شویو چاروکې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله کوم.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته