امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په نورستان کې و وژل شول .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٢
پنځه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
جګړه له هغه وروسته وشوه  چې يوې ډلې وسله والو طالبانو له پاکستان څخه دافغان ځواکونو په يوې سرحدي پوستې بريد وکړ.
په نورستان کې دسرحدي ځواکونو يو افسر باختر آژانس ته وويل په دې نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان و وژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې  :  په وژل شويو طالبانو کې دوه تنه پاکستاني اتباع هم شته چې له پاکستان څخه  نورستان ته راغلى وو  او په افغان ځواکونو يې بريد وکړ .
په دې نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
دافغانستان په ختيځ د نورستان ولايت له پاکستان سره د درې سوه شلو کيلومترو په اوږدوالى دګډې پولې په لرلو سره تل د ترورستي ډلو دشتون او فعاليت ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته