امنیت

شپږ وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

لښکرګاه/دمرغومې۹/باختر د هلمند د ولایتي ادارې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول. د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې پرون ناوخته افغان ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي. سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي. ویل کېږي په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته