روغتیا

په لوګر کې د دوو کلينيکونو دجوړولو کار پيل شو

کابل باختردتلې دمياشتې٢٨نيټه  :
په لوګرولايت کې  د دوو روغتيايي کلينيکونو دودانيو دجوړولو کار پيل شو.
دلوګر ولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکترسول ګل ثمر باخترآژانس ته وويل ؛  دغه دوه کلينيکونه دعامې روغتيا وزارت له بودجې څخه دڅوارلسوميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي چې شپيته زره کورنۍ به ورڅخه ګټه  واخلي.
ده زياته کړه  چې يو کلينيک دمهاجرينو په ښارګوټې کي  اوبل يې دلوګر ولايت  دمرکز پياروخيلو په سيمه کې په يوکال کې جوړيږي چې  ټول ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوي دي .
ددغو دوو  ودانيو د جوړولو دبنسټ دډبرو دايښودلو په مراسمو کې دلوګر دوالي مرستيال قمرالدين شکيب وويل  دغه کلينيکونه به د کورنيو روغتيايي په برخه کې ښه رول ولري.
ده دساختماني توکو په  کيفيت او دکار په ګړنديتوب ټينګار وکړ.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته