امنیت

دطالبانو پوځي مسوول ووژل شو

کابل   باختردليندي دمياشتې  ٧ :
دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ لپاره  دطالبانو  پوځي مسوول نن ووژل شو.
دقندهار  دوالي ويندوى جاويدفيصل  ددغه خبر په تائيدولوسره  باختراژانس ته وويل: دافغان اوبهرنيو ځواکونو دهغو ګډو عملياتو په بهيرکې چې تيره شپه ددغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې ترسره شول ددغې ولسوالۍ لپاره دطالبانو پوځي مسوول ووژل شو.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې، دغه سړى په وري مشهور و او زياتره دوسلو اومهماتو  په ويشلو او دپنجوايي ولسوالۍ په بيلابيلوسيمو کې دپوځي بريدونو په ترسره کولو کې فعاله ونډه لرله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته