ټولنه

د باميانو والي دکرنې په ودې ټينګار وکړ .

کابل باختر د وري شپږمه :
پرون  په باميانو ولايت کې  د بزګر ورځ ونمانځل شوه .
  د باختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په باميانو ښار کې جوړه شوې وه  د باميانو والي  محمد طاهر ذهير  وويل  چې د باميانو ټول جغرافيايي مساحت  څه ناڅه  اوولس زره  کيلومتره مربع دى او  د هغه د مساحت په سلو کې دوه اوس دکرکيلې وړ دى او په سلو کې څلور نوي يې غرونه دي  او په سلو کې څلور نورې چې دکرکيلې وړ نه دى په راتلونکي کې به  تر کرکيلې لاندې ونيول شي .
د باميانو والي دپټاټو دکرکيلې په زياتوالي ، د سړو خونو په جوړولو د اوبو د زيرمو په جوړولو او دکرنې د اصلاح شويو تخمونو د ويشلو په زياتوالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه  چې په راتلونکې کې باميان  ښه او زياته  کرنه ولري .
ده وويل  چې د باميانو ولايت په سلو کې پنځوس   خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې  قرار لري  او دولت  د مناسبې کرنې د پراختيا لپاره په دغه ولايت کې هلې ځلې کوي .
د باميانو والي محمد طاهر ذهير وويل  چې په  ١٣٩٦ کال کې  د درې سوه  پنځوسو زرو ټنو پټاټو  د پلورنې له پلوه  د باميانو  بزګرانو څه ناڅه شپږ مليارده افغانى عوايد ترلاسه کړي دي  او د افغانستان دکرنې وزير  د باميانو پټاټو ته  د باميانو د سپينو زرو لقب ورکړى دى .  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته