امنیت

دقزل قشلاق کلي يوځل بيا ددولت لاس ته ورغى .

کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
دفارياب ولايت دخواجه سبز پوش ولسوالۍ دقزل قشلاق کلي  پرون له وسله والو مخالفينو څخه بيرته ونيول شو .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند او دمطبوعاتو آمر عبدالکريم يورش  باختراژانس ته وويل چې دخواجه سبز پوش ولسوالۍ په قزل  قشلاق  کلي کې افغان امنيتې ځواکونو ګډ عمليات ترسره کړل او ډار اچوونکوته دزياتو زيانونو په ورکولو سره له ساحې څخه وتښتيدل
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ددښمن دسر دزيانونو دقيق شمير څرګند نه دى .
دقزل قشلاق کلي دچارشنبې په ورځ دوسله والو مخالفينولاس ته ورغلى و .
  يورش وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې يو امنيتي سرتيرى  شهيد او دوه تنه نور برسيرن ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته