امنیت

په هرات کې دطالبانو دډلې يو مهم غړى ونيول شو

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر :
په هرات کې دطالبانو دډلې  يو مهم غړى ونيول شو .
په طلحه  مشهور ملا عبدالله نن په هرات  کې دامنيتي  مامورانو له خوا وپېژندل شو او ونيول شو .
هغه دهرات په ځينو برخوکې دطالبانو ډلې ته  دجنګي وسايلو او مالي امکاناتو دتدارک لپاره ښار ته راغلي و .
دهرات يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په طلحه  مشهور ملا عبدالله له ډير وخته تر څېړنې لاندې و تر څو چې نن په هرات کې په لومه کې ولويد.
دغې امنيتي خبرځاى ملا عبدالله دطالبانو دډلې  مهم غړى وباله او ويې ويل چې ده په لومړنيو څېړنوکې طالبانو ته دجنګي وسايلو په تدارک او مالي امکاناتو اوهم په څو ډار اچوونکو خو نړيو  بريدونوکې دګډون اعتراف کړى دى
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته