سیاست

د جمهورريیس غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

 کابل/ د غویي ١٩ مه / باختر
د هېواد د ولایتونو امنیتي مسوولینو سره د غونډو په لړ کې د جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمداشرف غني په رهبرۍ جوړه شوې امنیتي غونډه پرون غرمه، د پکتیا ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.
دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم حضور درلود، په پیل کې د۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان، د پکتیا امنیه قوماندان او د ملي امنیت سرپرست ريیس د عمومي امنیتي وضعیت،  د پلانونو د تطبیق او عملیاتو په اړه جمهورريیس ته راپور ورکړ.
جمهورريیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزو او هلو ځلو د قدردانۍ ترڅنګ د پکتیا ولایت د امنیتي مسوولینو له ګډ کار څخه مننه وکړه او د دوی په لا همغږۍ او ګروپي کار د ټينګار ترڅنګ یې یادو مسوولینو ته د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم کرونا ویروس سره د مبارزې لارښوونه وکړه.
جمهورريیس غني یادو مسوولینو ته دستور ورکړ چې له خلکو سره له نږدې کار  وکړي او په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ورته ځای ورکړي.
همدارنګه دې د ملکي تلفاتو د مخنیوی په موخه د دندو او عملیاتو پر مهال د هغوی خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
جمهورريیس د لویو لارو او د هېواد د ګمرکونو د امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ دولتي عوایدو ته د پاملرنې په اړه هم هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې. پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته