امنیت

په بدخشان کې دماين دچاودنې له امله يو پوليس شهيد شو

کابل- باختر دوږي ٢٥
په بدخشان ولايت کې دماين دچاودنې له امله يو پوليس شهيد اوديوملکي وګړى په ګډون اته تنه نور ټپيان شول .
   ويل کيږي  چې دغه چاودنه نن  دبدخشان ولايت د وردوج  ولسوالۍ  په سنګ آبي  سيمه کې  هغه  وخت رامنځته شوه  چې ددغه ولايت  دامنيۍ قومانداني  موظفينو غوښتل  چې ښخ کړاى شوى ماين  شنډ کړي چې  دغه ماين وچول شو .
  دبدخشان ولايت د امنيې قوماندانى دامنيت آمر  سمونوال  سخي داد حيدري ددغه خبر په تائيدولو سره وويل چې په دې پيښه کې يو پوليس شهيد شوې او ديو ملکي وګړى  په ګډون  اته تنه نور ټپيان شوي دي .
د وردوج ولسوالۍ د روغتيايي کلينيک ديو تن چارواکې  د څرګندونو له مخې ،  د دوو تنو ټپيانو  روغتيايي حالت خراب دي  چې د درملنې لپاره  د فيض اباد ښار  ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته