سیاست

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر له خولې د رسنیو لخوا خپاره شوي رپوټونه ردکړل

کابل_باختر_ د سلواغې د مياشتې٢٤مه:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر چوهدري نثارعلي له خولې د رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې پاکستان له افغان حکومت او ناټو ځواکونو سره په همغږۍ کې د افغانستان په خاوره کې پوځي عملیات کړي دي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د دغه هېواد دکورنیو چارو وزیر له رسنیو سره په خپلو خبروکې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان، ناټو او افغان ځواکونو لخوا د ګډو عملیاتو ترسره کولو ته اشاره نه ده کړې او یوازې د تروریزم پرخلاف د مبارزې د پیاوړتیا په اړه یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د ښه والي په باب له رسنیو سره خبرې کړې دي.
د افغانستان حکومت خپل دریځ یو ځل بیا روښانه کوي چې په افغانستان کې به یوازې افغان ځواکونه عملیات کوي او بل هیڅ هېواد ته به د عملیاتو اجازه ور نه کړل شي او نه هم افغان ځواکونو د پاکستان له ځواکونو سره ګډ عملیات ترسره کړي دي.
د افغانستان خلک د خپلو ملي امنیتي ځواکونو له ځواکمنۍ څخه راضي دي او له هېواد څخه د دفاع په لاره کې پر دوی بشپړ باور لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته