امنیت

شپاړس ډار اچوونکي په ننګرهارکې ووژل شول

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر
شپاړس ډار اچوونکي په ننګرهارکې ووژل شول.
د طالبانو او داعش په ډلو پورې اړوند دغه کسان تېره شپه په ډار اچوونکو فعالیتونو بوخت وو چې برید پرې وشو.
د هېواد په ختیځ کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په نښته کې د داعش او طالبانو ډلو ١٦ غړي وژل شوي دي.
هغه وویل چې په نښته کې د ډار اچوونکو څوجنګي وسایل د پوځیانو لاس ته ورغلل.
د یو بل خبر له مخې:
په ننګرهارکې د یولړ چاودنو مخه ونیول شوه.
امنیتي مامورين وایي چې نن سهار یې د ننګرهار په ګڼ مېشتو لاروکې ١١ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته