خبرونهامنیت

درې طالبان په پکتیا کې ووژل شول

ګردېز/دمرغومې ۲/ باختر
درې وسله وال طالبان په پکتیا کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول .
د ۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ،ایمل مومند باختر آژانس ته وویل: یو شمېر طالبانو غوښتل د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په نوزي خوله ساحه کې یو ماین ښخ کړي ، دغه ماین وچاودید او په پایله کې درې وسله وال طالبان ووژل شول .
مومند زیاته کړه په دې چاودنه کې ۲نور وسله وال طالبان ټپیان شول .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته