ټولنه

د اداري فساد پر خلاف د مبارزې سمينار جوړ شو

کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ١٨مه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونيت نن د اداري فساد په باب د دين  د احکامو د پوهاوي ورکولو په مقصد د ادارې فساد پر خلاف د مبارزې په نامه يو سمينار جوړ کړ.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په دې سمينار کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ رئيس ډاکتر عبدالظاهر شکيب، فساد په دولتي ادارو کې د ودې او پرمختګ دلارې پرسر جدي خنډونه او چلنجونه وبلل او زياته يې کړه: لکه څرنګه چې فساد د اسلام  له نظره مردود او ناوړه عمل دى، د فساد ترسره کوونکي هم له دې کار څخه مستثنی نه دي او د اثبات په صورت کې بايد د قانون د حکمونو په رڼا کې مجازات شي.
ده په ادارو کې د فساد د شتون د ځینو عواملو په بيانولو سره زياته کړه چې اړونده بنسټونه دې بايد د فساد د کمښت په لاره کې له پخوا زياتې هلې ځلې وکړي او د هېواد  ادارې دې د دغه سرطاني ناسور له شتون څخه وژغوري.
څیړنپوه محمد يوسف عظيمي اداري فساد او د هغه د پايلو د پېژندولو په باب په خبرو سره څرګنده کړه چې د ادارو مسوولين دې بايد د مديرانو په استخدامولوکې وړتيا او غوره سالارۍ هېره نه کړي او د دغه فرهنګ په رواجولو کې هلې ځلې وکړي، ځکه د قرآن له نظره ثابته شوې ده، کله چې نا اهله سړى واک ته ورسيږي، په فساد او ورانکاری لاس پورې کوي.
د سمينار په دوام څيړنپوه برهان الله نيازي او څيړنپوه عبدالولي بصيرت او يو شمېر نورو خبرې وکړې او د قوانينو په تطبيق، د بهرني سياسي لاسوهنو د مخنيوي او د دوه تابعيته کسانو د شتون په مخنيوي کې د حکومتي ادارو کمزورتيا، نا امني او ملي لوړو ګټو ته نه پاملرنه په دولتي ادارو کې د فساد د شتون له مهمو عواملو څخه وبلل او زياته يې کړه چې د هېواد په ادارو کې د فساد د کمښت او له منځه وړلو يوازينۍ لاره د قوانينو تطبيق دی چې حکومت بايد په دې باب زياته پاملرنه وکړي .
دوی د هېواد له خلکو څخه هم وغوښتل چې د اداري فساد پرخلاف مبارزه وکړي او په دې لاره کې له اړوندو بنسټونو سره دې همکاري وکړي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته